Friday, March 18, 2011

د بریالیتوب راز

د بریالیتوب راز
د بریالیتوب راز په ژوند کې د آسانتیاوو درلودل نه دي ، بلکه له نیمګړتیاوو څخه د قوت په توګه ګټه اخیستل دي. ددې لپاره چې دا موضوع نوره هم روښانه شي دا کیسه په غور ولولی.


یو لس کلن هلک چې کیڼ لاس یې په یوې ترافیکي پیښه کې کټ شوی وو، د رزمي ورزشونو د زدکړې لپاره یوه استاد ته وسپارل شو. د هلک پلار پر استاد ټینګار کاوو چې له زوی څخه یې د جودو اتل جوړ کړي. استاد ومنله او د ماشوم له پلار سره یې وعده وکړه چې له یوه کاله وروسته به خپل زوی د اتلۍ په مقام  و ویني. په لومړیو شپږو میاشتو کې استاد یوازې د هلک د غړو پر قوي کولو کار وکړ او حتی  د جودو د ورزش یوه طریقه هم ور ونښوده. له شپږو میاشتو وروسته خبر راغی چې میاشت وروسته د کلي په کچه سیالۍ پیل کیږي، استاد لس کلن هلک ته یوازې یوه طریقه ور وښوده او د سیالیو تر پیل کیدو پورې یې پر همغې طریقې ښه کوښښ وکړ. خلاصه سیالۍ سرته ورسېدې او هلک په همغې یوې طریقې سره وکولای شول چې خلک حیران کړي او ټولو سیالانو ته ماته ورکړي.
درې میاشتې وروسته هغه وتوانید چې د ولایتونو تر مینځ په سیالیو کې د همغې یوې طریقې په کارولو سره بریالی شي او همدارنګه له یوه کاله وروسته یې د هیواد په کچه ټولې سیالی وګټلې او ملي اتل شو.  
کله چې سیالۍ پای ته ورسیدې، کور ته د راتګ به لاره کې یې ، د خپل بریالیتوب د راز په هکله له استاد نه پوښته وکړه. استاد ورته وویل: ستا د بریالیتوب دلیل دا وو چې، لومړی ته پر همغې طریقې ښه مسلط وې. دوهم ستا ټوله هیله هماغه طریقه وه او دریم دا چې له دې طریقې سره د مقابلې لپاره یوازینې لاره داده چې سیال باید له کیڼ لاسه ونیول شي، چې تا هغه لاس نه درلود.
په دې ځان پوه کړه چې په ژوند کې، له خپلو نیمګړتیاوو څخه د خپل قوت په توګه کار واخلې.

No comments:

Post a Comment