Friday, February 4, 2011

Spare Time

ځوانان او فارغه وختونه
هغه څه چې کیدا شي ځوانانو ته د انحراف او بد اخلاقۍ لاره هواره کړي، وزګارتیا او فارغه وختونه دي. له فارغه وخت نه مو منظور دادی، هغه وخت چې ځوانان په زدګړو، فرهنګي، هنري ، تولیدي او نورو سالمو بوختیاوو لګیا نوي.
دا مسله مشرانو ته هم ستونځې را مینځته کولای شي، خو د ځوانانو ځانګړې طبعې او تاودو احساساتو ته په کتو سره په وزګارتیا او فارغو وختنو کې انحرافي او نامشروع عملونو ته یو څه ډیره لاره هواریږي.
وزګارتیا او فارغه وختونه ځوانان له لوی ګواښ سره مخامخ کوي، په دې چې انسان داسې خلق شوی چې له کار او هڅې سره لیوالتیا لري، او هغه انرژي چې په ځان کې لري غواړي چې وې کاروي، اوس که په سمه لاره روان نشو نو مالومه ده چې بدو او نامشروع کارونوته مخه کوي.
هغه ځوانان چې وزګار دي باید ځان په یو کار کې مصروف کړي، او هغه ځوانان چې کار کوي باید په فارغه وختونو کې سالمو بوختیاوو ته مخه وکړي. نه یوازې ځوانان بلکه ټول انسانان که خپل فارغه وخت په ګټورو او مثبتو فعالیتونو لکه علمي، هنري، ورزشي او همداسې نورو سالمو بختیاوو مصروف وساتي، کولای شي چې  د خپل له عمر او ژوند نه ډیره او ښه ګټه پورته کړی او هم له انحرافاتو او مفاسدو نه ځان وساتی.  












3 comments:

  1. good work dawood i hope everybody takes something positive out of it and think of some activities and bring some changes to their lives including me.

    ReplyDelete
  2. Dear Anonymous, Thank you so much for visiting my blog, I'm trying my best......

    ReplyDelete