Friday, February 18, 2011

د مسئولیت منل

په ځوانانو کې د مسئولیت د منلو وړتیا
د مسئولیت منل ، یا په بله وینا د یوه کار پر غاړه اخیستل، هغه ژمنه ده چې اخیستونکی یې د منلو او ردولو پوره حق لري.
 د منلو وړتیا، په ټولنه کې د انسانانو د سمې تربیې په پایله کې رامینځته کیږي. مسئولیت له دندې سره توپیر لري ، دنده هغه کار دی چې یو چا ته سپارل کیږي چې باید تر سره یې کړي. خو کله چې یو چانه غوښتل کیږي چې مسئولیت پر غاړه واخلي ، باید په واضحه توګه روښانه شي چې موضوع څه ده او مقابل لوری یې له منلو سره څه لاسته راوړي. البته چې دا غوښته جبري نده. په حقیقت کې مسئولیت یو اختیاری کار دی، لکه هغه تړون چې جزئیات دواړو خواوو ته څرګند وي. 


د هرې اړیکې د جوړولو لپاره درې عنصره ضروری گڼل کیږي : پیغام ، پیغام ورکونکی او پیغام اخیستونکی چې دواړه باید له پیغام څخه یو تفسیر ولري. غوښتنه او مسئولیت باید چې د ګناه ، احسان اویا زورزیاتی پر بنسټ نه وي ؛ بلکه له مالي او عاطفي فشار پرته مطرح شي. که ځوان په دې پوه شي چې دې کار ته مجبور کړل شوی ، کیدای شي هغه هم دا لاره خپل کړي، یعنې د مسئولیت له نه منلو سره سره، به هڅه وکړي چې د زورزیاتی او لجاجت له لارې خپلو غوښتنو ته لاس ومومي.  
کوم ځوانان چې له خپلواکۍ سره لوی شوي وي د مسئولیت د منلو ډیره وړتیا لري. که له لومړي سر نه ماشوم ته د خپلواکۍ احساس ورکړل شي، د مسئولیت د منلو لپاره به ښه چمتو والی ولري. همدا دلیل دی چې ویل کیږي خپلواکي هغه حس دی چې د ژوند له پیل څخه باید له ماشومانو سره ومنل شي. په نورو تکیه کول له ځوانانو سره د مسئولیت د منلو په وړتیا کې مرسته نه کوي.
ځوانان د ژوند په یوې برخه کې ويني چې، له نورو سره یو ځای دي او یوازی ژوند نه شي کولای، نو باید د نورو غوښتنو او اړتیاوو ته پاملرنه وکړي، تر څو د دوی غوښتو ته هم مثبت ځواب ورکړل شي. هغه څوک چې نورو خلکو ته په درنه سترګه نه ګوري او له خلکو سره د بد چلند په دلیل د پښیمانۍ او ګناه احساس نه کوي ، خا مخا  شخصیت یې په ښه توګه وده نده کړې او یا ناروغه دی، له داسې خلکو څخه د مسئولیت د منلو هیله نه ده په کار.
د مسئولیت د منلو وړتیا ارثی نه ده بلکه یو اخلاقي او روزنیز تړون دی. دا هغه وړتیا ده چې په کورنۍ ، ټولنیزو اړیکو او په نورو تعاملاتو کې چې انسان ورسره مخامخ کیږي وده مومي.



No comments:

Post a Comment