Friday, December 17, 2010

Larry King

بیګا شپه مې په کور کې تلویزیون کوت ریموټ مې په لاس کې وو کله یو چینل او کله بل ته ورتلمیو څو دقیقې په سي ان ان تلویزون کې تم شوم وروسته له سوداګریزو اعلانونو ګورم چې د لاری کینګ لایف خپرونه ده او لومړنۍ څو شیبې یې تیرې شوې هم دي. په زړه پورې دا وه چې وروسته له پنځه ویشتو کلونو ددې خپرونې وروستې برخه ده او د خپرونې کوربه لاري کینګ چې دا خپرونه یې هم په خپل نامه ده  له لیدونکو سره د وروستي ځل دپاره  خدای پاماني کوي.

پینځه ویشت کلنې خپرونې سره خدای پاماني
لاری کینګ لایف د سي ان ان نړیوالې شبکې یوه ډیره مشهوره خپرونه وه چې پنځه ویشت کاله یې داوم درلود. د خپرونې کوربه لاري کینګ چې دا خپرونه یې په نامه وه د ژورنالیزم په ډګر کې د کار له پیل څخه تر اوسه  50000 زره راډیویي او تلویزیوني مرکې کړې دي. د بیلابیلو هیوادنو ولسمشران د سینما نامتو ستوري د نړی غټ سوداګر ، ساینسپوهان او په نړې کې نور مطرح خلک د ده په خپرونو کې میلمانه پاتې شوي ديد لاري کینګ یو شمیر مینه وال وايي چې دی  پدې ډیر مشهوره دی چې په خپرونو کې خپله کم غږیږي او میلمانه ډیر غږوي .
لاري کینګ په نړۍ کې او په ځانګړې توګه په متحده ایالاتو کې ډیر مینه وال لري ان تر دې چې د ده په وروستۍ خپرونه کې ولسمشر باراک اوباما او همدارنګه پخوانی ولسمشر کلنټن چې د نه ویشتم ځل دپاره  د خپرونې میلمه وو د لاری کینګ له کارنامو څخه ستاینه  وکړه. همدارنګه د متحده ایالاتو نامتو تلویزوني څیرو له بیلا بیلو ایالاتونو څخه په ژوندۍ توګه د لاری کینګ په وروستنی خپرونه کې ګډون درلود. د هالیود مشهور لوبغاړي او د کلیفورنیا ایالت والي آرنولد شواتزنګر وویل چې دی غواړی د لاري کینګ په نامه په خپل ایالت کې د درناوي یوه ورځ وټاکي
وروسته له دې د سي ان ان تلویزیون په پام کې لري چې د لاري کینګ لایف د څپرونې پر ځای یو بله خپرونه جوړه کړي چې د بریټانیې یو نامتو تلویزیوني کوربه پیرس مورګان Piers Morgan به یې پر مخ  بیايي.
په هر حال   
پدې نړۍ کې هرڅه یوه ورځ پای ته رسي خو په هره لاره کې چې انسان هڅه کړی وي خا مخا به نتیجه په لاس ورځي. 


No comments:

Post a Comment