Friday, December 31, 2010

NEW YEAR



زیږدیزه کلیزه
په هغو هیوادونو کې چې زېږدیزه کلیزه کارول کیږي نوی کال د جنورۍ د  میاشتې په لومړۍ ورځ  پیل کیږي  چې د لمریز کال د مرغومي د میاشتې له دولسمې نیټې سره سمون خوري. دا کلیزه چې د عیسی ع  د پیدایښت سره په تړاو زیږدیزه کلیزه نومول شوې  اصلا ً د عیسی ع له پیدایښت څخه څو پیړۍ مخکې کارول کېده او د پخواني روم د کلیزې اصلاح شوی بڼه ده.
د ډسمبر د میاشتې پر یو دیرشمه  په اروپا ، امریکا ، اسټرالیا او همدارنګه د آسیا او افریقا په ځینو برخو کې د نوي کال د راتګ په ویاړ د کال وروستۍ شپه په پرتمینو مراسمو ، مجلسونو او میلمستیاوو لمانځل کیږي. همدارنګه د نړۍ  په لویو ښارونو کې د شپې په دولسو بجو د ساعت د بدلیدو پر وخت ډیر خلک سره راغوڼډیږي او نوي کال ته په لومړیو شیبو کې  ښه راغلاست واي.

No comments:

Post a Comment